میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په سید آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د چینا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې چینا ځوانانو لوبډلې له خپل ٩٥ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٢٧ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ګربت ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
