په پلازمېنه کابل کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د رګبي پسرلنۍ سيالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۱۴:۲۷
په پلازمېنه کابل کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د رګبي پسرلنۍ سيالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په غازي ورزشي سټډيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ نن چهارشنبه د رګبي پسرلنۍ سيالۍ د امير الدين جېمز، مجيد مال او B.M.Gګروپ په مالي لګښت ترسره شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د پلان او پاليسي رئيس محمدحنيف حنيفي، د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د مشورتي بورډ غړو وحيدالله سائل، سيد مبشر اغا، استاد لعل محمد سيار، د رګبي فدراسیون مسوول ضياء الرحمن ضياء او ورزشکارانو ګډون کړی و.

په دغو سياليو کې د اريانا، خراسان، غلام حيدر خان، افغان کينګ مموزي، ګربت بازان، افغان ايګل او عقابان لوبډلو ګډون درلود او له يو بل سره يې سيالۍ وکړې.

له يادو لوبډلو څخه څلور هغو اريانا، خراسان، غلام حيدر خان او افغان کېنګ نيمه پايلوبې ته لار وموندله؛ خو د باران د ورښت له امله نيمه پايلوبې او پايلوبه ترسره نه شوه.

ټاکل شوې د رګبي د دغو يو ورځنيو سياليو پايلوبه به له روژې مبارکې مياشتې وروسته ترسره او ګټونکې لوبډله به يې معلومه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS