خوست: په دوه منده ولسوالۍ کې د جوجیتسو رشتې نندارې ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جوجیتسو رشتې په چوکاټ کې په دوه منده ولسوالۍ کې دوزشکارانو له لوري د یوې ورځې لپاره ورزشي نندارې ترسره شوې.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د جوجیتسو رشتې مسول حکمت الله څپاند، روزونکو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د مختلفو ورزشکارانو له لوري مختلفې ورزشي نندارې ترسره شوې او د یادو مراسمو په اوږدو کې ۱۰ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه او یوه روزونکي ته د روزنې سند ورکړل شو.
