د لوګر په کوربتوب د‌ فريزبي ملي لوبډلې د‌ غوراوي سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۸:۴۲
د لوګر په کوربتوب د‌ فريزبي ملي لوبډلې د‌ غوراوي سيالۍ پيل شوې

په لوګر ولايت کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له لوري د ۸ ولايتونو( غزني، کابل، لوګر، ميدان وردګ، ننګرهار، هرات، جوزجان، غور ) د لوبډلو ترمنځ د فريزبي ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ پيل شوې.

د‌ دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې اجرايه رئيس داد محمد پاينده اختري، د بدني روزنې او ورزش مشاور جان علم حسني، د فريزبي فدراسيون رئيس عبدالرشيد غزنوي، د ياد ولايت ورزشي آمر مزمل نعيم زي، د نوموړو سياليو روزنکو، لوبڅارانو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

په پيل کې د نوموړي ولايت د بدني روزنې او سپورټ امر نعيم زي راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له رهبرۍ مننه وکړه، چې د فريزبي ملي سياليو لپاره يې ياد ولايت وټاکه، ده همداراز له کابل څخه له ورغلي پلاوي غوښتنه وکړه، چې په ولسواليو کې د سپورټي جمنازمونو او ځايونو په جوړونه کې ورسره همکاري وکړي.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې اجرايه رئيس داد محمد پاينده اختري د فريزبي ملي سياليو د پيل کېدو په پار خوښي څرګنده کړه، زياته يې کړه: امنيت يوه الهي ډالۍ ده او نن سبا چې موږ او تاسې په ولايتونو کې ملي سيالۍ ترسره کوو دا د يوه ښه امنيت ښکارندويي کوي، ده همدا راز وويل: موږ له دې وړاندې هم ورته سيالۍ درلودې؛ خو د اسلامي نظام تر حاکمېدو وروسته توانېدلي يوو، چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې ورته سيالۍ ترسره کړو او ګډون پکې وکړو.

ښاغلي اختري د خپلو خبرو په پای کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن پېغام واورو او زياته يې کړه: هر څوک چې د ورزش په برخه کې کار کوي، ښه طرحه پلې کوي او په ښه مديريت سره ورزش ته وده ورکوي، زموږ لپاره بهترين دی او تر نورو ورته زياته پاملرنه کوو.

ورپسې د فريزبي ملي فدراسيون رئيس عبدالرشيد غزنوي د المپيک ملي کمېټې او سپورټ رياست له رهبرۍ د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې ياد فدراسيون ته لا نوره پاملرنه هم وکړي؛ تر څو په نړيواله کچه يوه قوي لوبډله ولرو او د هيواد ښه استازولي وکړلی شي.

یادې سیالۍ د ۶۸ ورزشکارانو ترمنځ د کب میاشتې تر ۲۶ مې نېټې پورې د څلور ورځو لپاره دوام کوي، چې په پایله کې به یې ۳۲ غوره لوبغاړي د فریزبي ملي لوبډلې ته غوره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

زابل؛ په مرکز قلات کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډی سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د زابل ولایت په مرکز قلات سهراني سیمه کې د دوو لوبډلو د ۵٠ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ وشوې.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۹
Background image

د غزني مرکز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز کې د پسرلني جام په نوم له مرکز او ولسواليو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS