ننګرهار؛ په سره رود ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۳:۲۳
ننګرهار؛ په سره رود ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د څلورو مشرقي ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

یاد سیالۍ چې د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست او د سوک وهنې فدراسیون له خوا ترسره شوې د « کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار» ولایتونو ورزشکارانو پکې ګډون درلود.

دا سیالۍ چې د ځوانانو د هڅونې او یووالي په موخه ترسره شوې، د ورزشي مسوولینو ترڅنګ، روزونکو، مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوالو پکې ګډون کړی وو.

په پای کې د ورزشي مسوولینو له خوا میلمه لوبغاړو ته شپږ جوړه لاپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونو او ستاینلیکونو ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۲
Background image

بغلان ولایت کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د حاجي زمان خېل کوچي لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۱۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د wtf تکواندو سيالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ورزشي جمنازيوم کې د مرحوم حبیب الله عرب جام په نوم د wtf تکواندو. . .

BACK TO NEWS