بغلان ولایت کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د حاجي زمان خېل کوچي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د حاجي زمان خېل کوچي لوبډلې خپلې سیالې نيکچي ځوانانو لوبډلې ته د ۲/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته د ځوانانو هڅول او سالمه تفرېح برابرول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
