کندهار؛ د " یووالي او همغږۍ " په نوم د والیبال سیالیو اتلولي کندهار لوبډلې وګټله
کندهار؛ د " یووالي او همغږۍ " په نوم د والیبال سیالیو اتلولي کندهار لوبډلې وګټله
کندهار کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د یووالي او همغږۍ په نوم د والیبال سیالۍ چې ۱۷ ورځې وړاندې پیل شوې وې د کندهار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې د کندهار ښار په غازي محمد ایوب خان (باغ عمومي) په لوبغالي کې پیل شوې وې پایلوبې یې د «علیشنګ A او کندهار» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې له « ۳ – ۰ » پایلې سره د کندهار لوبډلې په اتلولۍ او دعلیشنګ لوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېدې.
په همدي موخه جوړو شوو مراسمو کې د کندهار د بدني روزنې او ورزش رئیس حافظ محمود آغا بشر ترڅنګ نورو ورزشي مسوولینو، د بېلابېلو فدراسیونونو استازو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.
د کندهار د والیبال فدراسیون مسوول بلال آغا په وینا: له یادو سیالیو څخه یې موخه د کندهار د والیبال منتخبې لوبډلې ټاکل، ورزش ته د ځوانانوهڅونه اوهیوادوالو ته د سالمې تفریح زمینه برابرول و.
د کندهار د بدني روزني او ورزش ریاست مسئولین وايي ، په پام کې لري چې راتلونکې کې به د والیبال تر څنګ د نورو بېلابېلو ورزشي رشتو سیالۍ هم ترسره کړي.
په پای کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره ورزشکارانو ته مډالونه ، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
