کندهار؛  د " یووالي او همغږۍ " په نوم د والیبال سیالیو اتلولي کندهار لوبډلې وګټله 

org_admin
Wed, Mar 08 2023 11:57 AM
کندهار; تیم قندهار به قهرمانی مسابقات والیبال تحت نام "اتحاد و همبستگی" دست یافت

کندهار؛  د " یووالي او همغږۍ " په نوم د والیبال سیالیو اتلولي کندهار لوبډلې وګټله 

کندهار کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د یووالي او همغږۍ په نوم د والیبال سیالۍ چې ۱۷ ورځې وړاندې پیل شوې وې د کندهار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې د کندهار ښار په غازي محمد ایوب خان (باغ عمومي) په لوبغالي کې پیل شوې وې پایلوبې یې د «علیشنګ A او کندهار» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې له « ۳ – ۰ » پایلې سره د کندهار لوبډلې په اتلولۍ او دعلیشنګ لوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېدې.
په همدي موخه جوړو شوو مراسمو کې د کندهار د بدني روزنې او ورزش رئیس حافظ محمود آغا بشر ترڅنګ نورو ورزشي مسوولینو، د بېلابېلو فدراسیونونو استازو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.
د کندهار د والیبال فدراسیون مسوول بلال آغا په وینا:  له یادو سیالیو څخه یې موخه د کندهار د والیبال منتخبې لوبډلې ټاکل، ورزش ته د ځوانانوهڅونه اوهیوادوالو ته د سالمې تفریح زمینه برابرول و.
د کندهار د بدني روزني او ورزش ریاست مسئولین وايي ، په پام کې لري چې راتلونکې کې به د والیبال تر څنګ د نورو بېلابېلو ورزشي رشتو سیالۍ هم ترسره کړي.
په پای کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره ورزشکارانو ته مډالونه ، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS