په مرکزي بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۲:۴۹
په مرکزي بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د بغلان د بدني روزنې او سپورټ امریت د والیبال فدراسیون په همکاري تېره ورځ د کب پر ۱۳مې د اتو لوبډلو ترمنځ د مرکزي بغلان د شهرداري ولسوالۍ په لوبغالي کې د والیبال سیالۍ پیل کړې.

د دې سیالیو د پیل په مراسمو کې د بغلان ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت آمر قاري محمد امیر امیري، قومي مشرانو، ځوانانو او ډېرو ننداره چیانو ګډون کړی و او د " حاجي ګل او شهر قدیم بغلان " لوبډلو ترمنځ یې لومړنۍ لوبه، چې د تیاره له امله مساوي پای ته ورسېده، له نږدې وکتله.

په بغلان ولایت کې د ورزشي مسوولانو په وینا دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د مناسبې بوختیا او د والیبال ورزش ته د ودې په موخه جوړې شوې دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د لغمان پوهنتون له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبا سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په اتلولي پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۳
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشي ویشتلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS