د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومې ریاست رئیس انجنیر نظر محمد مطمئن د بېلا بېلو ولایتونو د وزلوبې فدراسیونونو له مشرانو سره ولیدل

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۳:۱۸
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومې ریاست رئیس انجنیر نظر محمد مطمئن د بېلا بېلو ولایتونو د وزلوبې فدراسیونونو له مشرانو سره ولیدل

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومې ریاست رئیس انجنیر نظر محمد مطمئن په پلازمېنې کابل کې د المپیک په ملې کمېټې کې د بېلا بېلو ولایتونو د وزلوبې فدراسیونونو له مشرانو سره لیده کاته وکړل.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومې ریاست رئیس په دې لیدنه کې، چې د یاد ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان، د وزلوبې فدراسیون رئیس سرور جلال هم ورسره وو، د کندهار د ټیم مالک، د بدخشان ،سرپل ، پنجشېر د فدراسیونونو نويو رئیسانو، د فاریاب د فدراسیون معاون او ورسره قومي راغليو مشرانو سره ولیدل، ستونزې او غوښتنې واوریدې او له یو بل سره یې د اړونده موضوعاتو په تړاو نظرونه تبادله کړل.

په دې لیدنه کې د بدخشان، فاریاب او سرپل ولایتونو نویو رئیسانو له ښاغلي نظر محمد مطمئن څخه غوښتنه او هیله څرګنده کړه چې د وزلوبې په راتلونکي ټورنمنټ کې چې په بلخ ولایت کې ترسره کیږي، دوی ته د ګډون چانس ورکړي.

خو د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست مشترابه د یادو مسولینو د غوښتنې په ځواب کې وویل، چې د وزلوبې په راتلونکي تورنمنټ کې، چې د هیواد په شمال کې به جوړ شي، د دوی د ګډون پر اړه به مشورتي بورډ او کمسیون پریکړه کوي، چې د ګډون جوګه ګڼل کیږي او کنه.

یادو چارواکو په ټینګار سره وویل، چې د وزلوبې په تېر ليګ کې د نه ګډون مسئله تېرو مسوولینو ته ورګرځي او دوی ته باید د مزارشریف په کوربتوب د وزلوبې په راتلونکي ټورنمنټ کې د ګډون چانس ورکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS