هرات ولایت کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۳:۴۴
هرات ولایت کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د هرات د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون له خوا د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د هرات په کمرباغ غرنۍ سیمه کې ترسره شوې چې گڼ شمېر نندارچیان هم ورغلي وو.

په دې سیالیو کې د موټرسایکل فدارسیون مشر فریدون احمدي په ګډون یو شمېر نورو ورزشي مسوولینو او مینوالو ګډون کړی وو.

د یاد سیالیو موخه د موټرسایکل ځغلونې ورزش وده او د ورزشکارانو ترمنځ د دې ورزش د تجربو شریکول و.

د هرات د ورزشي مسوولینو په وینا، پام کې لري چې له دې وروسته د هوا ګرمېدو پورې د هرې جمعې په ورځ دا سیالۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د لغمان پوهنتون له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبا سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په اتلولي پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۳
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشي ویشتلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS