د هرات ګلران ولسوالۍ د فوټسال سیالیو اتلولي بدري لوبډلې وګټله

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۰:۴۱
د هرات ګلران ولسوالۍ د فوټسال سیالیو اتلولي بدري لوبډلې وګټله

د هرات په ګلران ولسوالۍ کې د فوټسال سیالۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې وې د بدري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبې کې د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس ګلاب الدین خپلواک او مل پلاوي يې، د ګلران ولسوال سعدالدین صدیقي، یو شمېر نور ملکي او نظامي چارواکو، ورزشي مسوولینو، مخورو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

دا سیالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ګلران ولسوالۍ په لېسه کې پیل شوې وې، پایلوبه یې د « بدري او نوجوانان الف» لوبډلو ترمنځ وشوه چې د بدري په اتلولۍ او نوجوانانو په دویم مقام پای ته ورسېدې.

د پای په مراسمو کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS