ننګرهار کې د الفتح په نوم د والیبال سیالیو پایلوبه مساوي پای ته ورسېده خو کپ د کابل فرهاد شریفي لوبډلې ته ورکړل شو

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۲:۵۷
ننګرهار کې د الفتح په نوم د والیبال سیالیو پایلوبه مساوي پای ته ورسېده خو کپ د کابل فرهاد شریفي لوبډلې ته ورکړل شو

په ننګرهار که د والیبال دا سیالۍ د الفتح په نوم د ورزشکارانو یووالي او ولایاتو ترمنځ د همغږۍ په موخه په سراج العمارت بڼ کې پیل شوې وې.

د یاد سیالیو پایلوبې ته د «کابل فرهاد شریفې او قاري یاسر» لوبډلو لار ومونده چې له معلومو دوه میدانونو یو میدان قاري یاسر او یو میدان کابل فرهاد شریفي لوبډلې په خپل نوم کړ چې دې سره د دواړو لوبډلو د ۱-۱ میدانونو په ګټلو پایلوبه مساوي پای ته ورسېده.

خود قاري یاسر والیبال لوبډله چې کوربنه وه نو په همدې اساس لومړی غټ کپ کابل فرهاد شریفي لوبډلې ته او دویم کپ قاري محمد یاسر او دریم کپ دره نور لوبډلې ته ورکړل شول.

دا سیالۍ د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست او والیبال فدراسیون په همغږۍ د ملي ام-نیت اداري معاون قاري یاسر په مالي لګښت د ننګرهار په کوربتوب نه ولایتونو « مزارشریف، خوست، لوګر، میدان وردګ، کابل، کونړ، لغمان، او کاپیسا» ۲۸ والیبال لوبډلو په ګډون پیل شوې و.

یادو سیالیو پایلوبه کې د بدني روزنې او ورزش ریس عبدالسلام وزیروال، ملي ام.نیت اداري معاون قاري یاسر، د والیبال فدراسیون استازی ډاکټر منیر، مومندرې ولسوال قاري ساجد، قاري بدرالدین، د یو شمیر فدراسیونونو مشرانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

د پای په مراسمو کې ګټوونکو لوبډلو ته کپونه، غوره لوبغاړو ته مډالونه او د ملي ام.نیت معاون قاري یاسر، مومندرې ولسوال قاري ساجد او د والیبال فدراسیون مشر ډاکټر منیر ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS