بلخ کې د څلورو ولایتونو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۶:۲۹
بلخ کې د څلورو ولایتونو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه

د بلخ په مزار شریف ښار کې د یاد ولایت د بدنې روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د څلورو ولایتونو چاپندازانو ترمنځ د ورزلوبې سیالۍ ترسره شوه.

په دې سیالۍ کې چې د بلخ په ګډون د بغلان، سمنګان او جوزجان ولایت چاپندازانو ګډون درلود د ورزشي مسوولینو ترڅنګ د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو او مینوالو په حضور کې ترسره شوه.

فرید پهلوان د بلخ ولایت د وزلوبې فدراسیون مشر سروربای قریشي په اس باندې وتوانید چې دایره حلاله کړي او پنځه زره افغانۍ جایزه یې ترلاسه کړه.

همدا راز سرور پهلوان د بلخ ولایت د وزلوبې فدراسیون مرستیال اسلام الدین پیمان په اس باندې هم وتوانید چې دایره حلاله کړي او پنځه زره افغانۍ جایزه وګټي.

دا سیالۍ د یادو ولایتونو د چاپندازانو ترمنځ د همغږۍ، تجربو شریکول او یووالي په موخه پیل شوې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۲۰
Background image

سرپل؛ مرکز کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جودو فدراسون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز شهرنو چمن کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ۶۶، ۶۰، او ۷۳ کیلوګرام وزنونو کې د جودو ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۸
Background image

بغلان؛ پلخمري ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د بکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بکسنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري په پلخمري ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د بکسنګ سیالۍ ترسره شوې.

په پایله کې د مرکزي کلپ ورزشکارانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴
Background image

بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ په لنګر شریف سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اریانا. . .

BACK TO NEWS