د خوست تڼیو ولسوالۍ کې لوی ورزشي جشن ترسره شو

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۰:۴۷
د خوست تڼیو ولسوالۍ کې لوی ورزشي جشن ترسره شو

د خوست ولایت ورزشي امریت په لارښوونه د تڼیو ولسوالۍ د ځوانانو لخوا د جمعې په ورځ لوی ورزشي جشن ترسره شو.
په دې ورزشي جشن کې د خوست ورزشي امریت مسوولینو، دګڼو ادارو رئیسانو ، د تڼیو ولسوالۍ ملکي اونظامي چارواکو، قومي مشرانو ، فعالو ورزشي ځوانانو ، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینه والو برخه اخیستې وه.
د خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال دې ورزشي مراسمو ته د خبرو پر مهال د سیمې له امنیتي مسؤولینو او فعالو ځوانانو څخه مننه وکړه چې د دې جشن په برابرولو کې له ورزشي امریت سره یوځای لاس په کار شول.
دا ورزشي جشن د کبډي سیالیو په ترسره کولو پیل شو، چې د سیمې (۷) لوبډلې پکې برخه اخېستې ده.
دا ټورنمینټ به دوه اونۍ دوام وکړي او هر مازیګر به یوه یوه لوبه ترسره شي.
د کبډي فدراسیون مسؤل صفي الله امرخېل وایې، چې له دې وروسته به په هره ولسوالۍ کې ورته ټورنمینټونه په لاره اچوي تر څو ترې غوره لوبغاړي د لویانو ، ځوانانو او نویو ځوانانو منتخبو لوبډلو ته وټاکل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS