د ملکي خدماتونو له لوري د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نويو ګمارل شویو کارمندانو ته د زده کړیزې اړتیا سنجونې په اړه معلومات ورکړل شول
د ملکي خدماتونو له لوري د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نويو ګمارل شویو کارمندانو ته د زده کړیزې اړتیا سنجونې په اړه معلومات ورکړل شول
د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کميسیون د انستیتوت له لوري د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د اړتیا سنجوونې په اړه لومړی معلومات ورکړل شول، چې موخه يې د دولتي ادارو د ستونزو درک او د هغوی لپاره د حل لارو موندل وو.
په دې برنامه کې په پیل کې د ملکي خدمتونو د اړتیا سنجونوې د څېړنو رئيس شریف الله صالحي وویل: د ملکي خدمتونو انستیتیوت د سیمې په کچې یو پیاوړی مرکز دی چې د ټولو دولتي ادارو د کارکوونکو د زدهکړیزې اړتیا سنجوونې له درک وروسته ټولو ته د ظرفیت لوړولو په برخه کې سمینارونه دایروي.
هغه زیاته کړه د دې سمینار اصلي موخه د ښوونيزو برنامو له لارې د زده کړیزو اړتیاوو تشخیص او د هغوی حل کول دي.
د دې برنامې په پای د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ټولو نویو ګمارل شویو کارمندانو ته د زده کړیزو اړتیاوو اړوند فورمې ورکړل شوې چې له ډکولو وروسته بېرته د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون څخه راغلیو کارکوونکو ته وسپارل شوې او هغه کسان چې په کومو برخو کې نیمګرتیاوې لري د هغوی مطابق به ورته روزنیز سمینارونه ورکول کېږي.
