د ملکي خدماتونو له لوري د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نويو ګمارل شویو کارمندانو ته د زده کړیزې اړتیا سنجونې په اړه معلومات ورکړل شول

Afzal-af
Sun, Nov 27 2022 2:21 PM
د ملکي خدماتونو له لوري د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نويو ګمارل شویو کارمندانو ته د زده کړیزې اړتیا سنجونې په اړه معلومات ورکړل شول

د ملکي خدماتونو له لوري د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نويو ګمارل شویو کارمندانو ته د زده کړیزې اړتیا سنجونې په اړه معلومات ورکړل شول

د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کميسیون د انستیتوت له لوري د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د اړتیا سنجوونې په اړه لومړی معلومات ورکړل شول، چې موخه يې د دولتي ادارو د ستونزو درک او د هغوی لپاره د حل لارو موندل وو.

په دې برنامه کې په پیل کې د ملکي خدمتونو د اړتیا سنجونوې د څېړنو رئيس شریف الله صالحي وویل: د ملکي خدمتونو انستیتیوت د سیمې په کچې یو پیاوړی مرکز دی چې د ټولو دولتي ادارو د کارکوونکو د زده‌کړیزې اړتیا سنجوونې له درک وروسته ټولو ته د ظرفیت لوړولو په برخه کې سمینارونه دایروي.

هغه زیاته کړه د دې سمینار اصلي موخه د ښوونيزو برنامو له لارې د زده کړیزو اړتیاوو تشخیص او د هغوی حل کول دي.

د دې برنامې په پای د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ټولو نویو ګمارل شویو کارمندانو ته د زده کړیزو اړتیاوو اړوند فورمې ورکړل شوې چې له ډکولو وروسته بېرته د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون څخه راغلیو کارکوونکو ته وسپارل شوې او هغه کسان چې په کومو برخو کې نیمګرتیاوې لري د هغوی مطابق به ورته روزنیز سمینارونه ورکول کېږي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS