په هرات کې د یووالي جام په نوم د ۱۲ کلبونو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې
په هرات ولایت کې د یووالي جام په نوم د ۱۲ کلبونو د لوبغاړو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.
د سیاليو د پای په مراسمو کې د هرات د ورزش رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو برخې معین محمد یونس راشد، د والیبال ملي فدراسیون مشر سید عبدالرحیم سادات او د ورزش ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.
د سیالیو پایلوبې ته د هرات مخکښان او شین ډنډ نوري کلبونو لاره موندلې وه، چې په پایله کې شین ډنډ نوري کلب خپل سیال کلب ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.
د هرات ولایت د ورزش ریاست مشر ښاغلي ګلاب الدین خپلواک د دې سیالیو په اړه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: « په دې ټورنمنټ کې د هرات د والیبال استعدادونه په ګوته شول او ټاکل شوې ده، چې د هرات والیبال لوبډله له څو کلونو وروسته اعلان شي، چې دا د هرات والیبال لپاره لویه لاسته راوړنه بلل کیږي .
