هراتي  غرختونکو د بادغیس ولایت نریمان لرغونې کلا ته سفر وکړ

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۱:۲۴
هراتي  غرختونکو د بادغیس ولایت نریمان لرغونې کلا ته سفر وکړ

د هرات ولایت د غرختنې فدراسیون اړوند د ورزشکارانو یوه پنځه لس کسیزې ډلې ۱۱۲ کیلو متره لیرې د بادغیس ولایت نریمان لرغونې کلا ته په بایسکلونو سفر وکړ. 
نریمان کلا د بحر له سطحې ۲۳۰۰ متره لوړوالی لري او په لویدیځ زون کې یوه لرغونو او پخوانیو کلاګانو څخه ده او د بادغیس ولایت د  مرکز څخه په ۳۰ کیلو  مترۍ کې موقیعت لري. 
د هرات ولایت د غر ختلو فدراسیون مشر نجیب الله صدیقي د دغه سفر موخه د کورني ګرځندوی د فرهنګ دودول او بنسټیز کول وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول پروګرامونه به په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت د ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره کړي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS