هراتي غرختونکو د بادغیس ولایت نریمان لرغونې کلا ته سفر وکړ
د هرات ولایت د غرختنې فدراسیون اړوند د ورزشکارانو یوه پنځه لس کسیزې ډلې ۱۱۲ کیلو متره لیرې د بادغیس ولایت نریمان لرغونې کلا ته په بایسکلونو سفر وکړ.
نریمان کلا د بحر له سطحې ۲۳۰۰ متره لوړوالی لري او په لویدیځ زون کې یوه لرغونو او پخوانیو کلاګانو څخه ده او د بادغیس ولایت د مرکز څخه په ۳۰ کیلو مترۍ کې موقیعت لري.
د هرات ولایت د غر ختلو فدراسیون مشر نجیب الله صدیقي د دغه سفر موخه د کورني ګرځندوی د فرهنګ دودول او بنسټیز کول وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول پروګرامونه به په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت د ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره کړي .
