هلمند کي د سویل لویدیځ زون فوټبال سيالۍ د غزني ازادۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۴:۵۳
هلمند کي د سویل لویدیځ زون فوټبال سيالۍ د غزني ازادۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ ته د لار موندنې کوالیفای سیالیو په لړ کې د سویل لویدیځ زون سیالۍ د غزني ولایت آزادۍ فوټبال لوبډلې په اتلولی پای ته ورسیدې.

ددې لوبو پايلوبه د غزني ازادۍ فوټبال لوبډلې او ارزګان رحيمي فوټبال لوبډلۍ ترمنځ وه چې په پایله کې ۲-۱ د غزني آزادۍ لوبډلې د ارزګان رحيمي فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړه.

غزني ازادۍ فوټبال لوبډلې ددې سياليو په څلور لوبو کې درۍ لوبې وګټلې او یوه لوبه يې مساوي کړه چې پوره لس نمرې يې خپلۍ کړۍ او د اتلولۍ جام يې ترلاسه کړ.

یاده لوبډله به اوس د شپږ زونونو ترمنځ سياليو کې ولوبيږي تر څو ځان د افغانستان اتلانو لیګ ته ورسوي.

د سویل لویدیڅ زون ترمنځ په دې سياليو کي غوره لوبغاړی له ارزګان ولايت څخه فيروز احمد، غوره ګول وهونکی جاويد احمد، غوره ګول ساتونکی نور الله د غزني له ازادۍ لوبډلي څخه و چي د فوټبال فدراسيون له لوري په ډالیو وستایل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS