خوست کې د معارف جام سيالۍ پاى ته ورسېدې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۱۲:۵۱
خوست کې د معارف جام سيالۍ پاى ته ورسېدې

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوند په ګلاب خان عالي لېسه کې د (۸) غوره لوبډلو تر منځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د دوولسم ټولګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دا سیالي چې ٢٥ ورځې یې دوام وکړ ، د ګلاب خان عالي لېسې د بدني روزنې کمېټې په هڅو د لیګ په بڼه ترتیب شوې وې چې د کرکټ په برخه کې تکړه زده کوونکو او ښوونکو ته پکې ځای ورکړل شوي وو.

ددغو سیالو پای لوبه د دوولسم او لسم ب ټولګيو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د دوولسم ټولګي په ګټه پای ته ورسېده.

له دغو سياليو څخه چې سلګونو نندارچیانو ليدنه کوله د دوولسم ټولکي لوبډلې د پچې په ګټلو سره دتوپ وهنې پرېکړه وکړه چې سیالې لوبډلې ته یې په ټاکل شویو لسو اورونو کې د حکیم الله، په غوره توپوهنې سره د (۱۲۸) منډو هدف کېښود.

خو په وړاندې یې لسم ټولګي د توپ وهنې په برخه کې له پيله له ستونزو سره مخ شوه، چې د مقابلې لوبډلې دریځ یې پیاوړی کړ او د (۳۸) منډو په توپیر یې سیالي وبایلله او د دوولسم ټولګي لوبډلې اتلولي خپله کړه.

په پام کې ده چې له را روان اختر وروسته به د خوست ورزشي امريت په مرسته د لېسو او مدرسو زده کوونکو ترمنځ د معارف جام سيالۍ پيل شي چې موخه يې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن راکمول دى.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د نيزه وهنې اختریزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۳۳ نيزه وهوونکو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

فاریاب؛ مرکز میمنه کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميمنه کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۵۹
Background image

کندز؛ ګل تپې ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ګل تپې ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بغلان منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS