کاپیسا؛ د دوو ولسوالیو ترمنځ د فوټبال دوستانه لوبه ترسره شوه
د کاپیسا ولایت د فوټبال فدراسیون د ورزشي مسوولینو او د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د کاپیسا د یو شمېر ورزش مینه والو په شتون کې د السای ولسوالۍ او د تګاپ ولسوالۍ د ټیم ترمنځ د یاد ولایت په لوبغالي کې ترسره شوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي د ۱-۰ په پایلې سره د السای ولسوالۍ د لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د کاپيسا ولايت د ورزشي مسوولين وايي، د دې لوبې له پيلولو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي روحيه رامنځته کول دي.
