د بدخشان، بغلان او سمنګان ولایتونو ترمنځ د فوټبال په سیالیو کې کندز ولایت لومړی مقام خپل کړ

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۱۴:۲۵
د بدخشان، بغلان او سمنګان ولایتونو ترمنځ د فوټبال په سیالیو کې کندز ولایت لومړی مقام خپل کړ

د بدخشان د عقابان پامیر، پیروزي سمنګان، استقلال پلخمري او د کندز پیروزي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د سرطان میاشتې له دریمې څخه تر پنځمې نیټې پورې د چمن په سپین زر ورزشي لوبغالي کې پیل شوې وې، پای ته ورسیدې.

کندز ولایت د ورزشي مسؤولینو په وینا په دغو سیالیو کې د بدخشان، بغلان، سمنګان او کندز ولایتونو ورزشکارانو د خلاصو لوبغالو، تشو روغتونونو او زندانونو په شعارونو سره سیالي وکړه.

د دغو سیالیو په پایله کې کندز ولایت لومړی، بغلان دویم او بدخشان درېیم مقام خپل کړ او د ګډون کوونکو مسوولینو له خوا مخکښې لوبډ‌لې او پیاوړي لوبغاړي د کپونو، مډالونو او ډالیو په ورکولو سره هغوی وهڅول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS