په کندهار کې په لومړي ځل د فوټبال د (19) کلنو لیګ پیل شو
د کندهار ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري په دې ولایت کې په لومړي ځل د فوټبال نولس کلنو لیګ پیل شو.
د فوټبال د (19) کلنو دغه لیګ د کندهار د فوټبال فدراسیون د مسول مولوي حزب الله (مهاجر)، فني مرستیال حاجي حبیب جان او د ځوانانو کمېټې د مسؤل سیدقاسم آغا په هڅو او کوښښونو د کندهار د فوټبال د ښه والي او پرمختګ په موخه په الف لوبډلو پوري اړوند رسمي بي لوبډلو ترمنځ جوړیږي.
د لیګ د پرانیستې غونډه کې د کندهار فوټبال فدراسیون فني مرستیال حاجي حبیب الله، د ځوانانو کمېټې مسؤل سید قاسم آغا او د مربوطه بي لوبډلو مسؤلینو ګډون درلود او د غونډي ګډون والو ته یې د فوټبال د یاد لیګ په اړه بښپړ معلومات وړاندي کړل. همدارنګه د کندهار فوټبال د اوسنيو پرمختګونو تر څنګ پر نويو پلانونو هم بحث وشو.
د فوټبال د (19) کلنو دغه لیګ لوبې به راتلونکې شنبه پیل شي چي تقریباً یوه میاشت به دوام ولري او هر مازدیګر به یې یوه لوبه ترسره کیږي.
د یادوني وړ ده، چي د کندهار فوټبال فدراسیون د فوټبال د پرمختګ لپاره خپلي هڅي ګړندۍ کړې او په نږدې راتلونکې کې به جنوبي زون په سطحه د فوټبال د مینه والو لپاره په زړه پورې پروګرامونه جوړ او وړاندې کړي.
