د هرات د ورزشي فدراسیونونو نندارتون جوړ شو

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۱:۵۰
د هرات د ورزشي فدراسیونونو نندارتون جوړ شو

د هرات ولايت د ورزشي فدراسيونونو نندارتون د هرات په ورزشي جمنازيوم کې د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش د رييس مولوي ګلاب الدين خپلواک، د سيمه ييزو ادارو د مسوولينو او د دغه ولايت د ټولو ورزشي فدراسيونونو د مسوولينو په شتون کې جوړ شو.

مولوي ګلاب الدين خپلواک وايي، هرات ولايت د ورزش لپاره غوره استعدادونه لري او د دې نندارتون موخه د ورزشکارانو هڅونه او د ورزش له لارې د سولې او امنيت پيغام رسول دي.

د یادولو وړ ده چې دا په وروستیو کلونو کې په هرات کې تر ټولو لوی ورزشي نندارتون دی چې په ډاډمنه فضا کې جوړیږي او د هرات ولایت له ۵۴ فدراسیونونو څخه څه باندې ۵۰۰۰ ورزشکارانو په دغه نندارتوم کې ګډون کړی وو.

دغه راز په دغه نندارتون کې د تکواندو فدراسیونونو ITTAF، تکواندو WTF ، ووشو، پارکور، جمناسټیک او کونګفو په ګډون د ورزشي فدراسیونونو د مېلمنو په حضور کې ورزشي نندارې وړاندې کړې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS