میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د کرکټ اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ کې د کوچني اختر په پنځمه ورځ د ۱۲ لوبډلو تر منځ د کرکېت سیالۍ پیل شوې وې، چې پرون جمعه د ثور په دیرشمه وروسته له غرمې د چک بازانو لوبډلې په لومړی مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.
د لوبو لومړی او دوهم مقام ګټونکو ته د ولایت مقام له لوري نغدي ډالي، د ورزشي آمریت له لوري کپونه، ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.
د یادو لوبو نندارې ته د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د ولایت مسؤلینو او د میدان وردګو ولایت سربېره د نورو ولایتونو ګڼ شمېر کسان راغلي و.
د ولایت د بدني روزنې آمر ذبیح الله وهاج له رسنیو سره خوښي څرګنده کړه چې دغه سیالۍ یې په امن او ډاډه فضاء کې ترسره کړې، هغه د ملي ټیم له لوبغاړو مننه وکړه چې چک ولسوالۍ ته یې د نویو لوبغاړو د تشویق لپاره سفر وکړ.
