د کوهستان لوبډلې د غور د فوټبال سياليو اتلولې خپل کړه
غور ولایت د فوټبال فدراسیون د غور د ورزش له امریت سره په همغږۍ کې دوه اوونۍ وړاندې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل کړې وې چې د کوهستان لوبډلې په اتلولې پای ته ورسیدې.
د دغو سياليو د پای مراسمو کې د غور ولايت د ورزش مسوولينو او ګڼ شمېر مينه والو ګډون کړى و او د دواړو لوبډلو ترمنځ يې لوبه له نږدې وليدله.
د یادولو وړ ده چې په پای کې د ګډونوالو لخوا د اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپ مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل
