معاون فنی و مسلکی طی محفلی به کارمندان و فدراسیون ها معرفی گردید۔
د بدنی روزنی او ورزش عمومي ریاست په تالار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې حافظ احمد جان ځدراڼ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د فني او مسلکي مرستیال په توګه وټاکل شو.
یوسف کارګر د حافظ احمد جان د ورزشی شالید او اغېزناکو دندو په اړه وويل: د خوښۍ ځای دی چې د فوټبال يو تکړه کدر چې د فوټبال فدراسيون د رئيس او مرستيال د فني او مسلکي مرستيال په توګه تجربه لري د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د فني او مسلکی مرستیال په توګه په دنده وګمارل شو.
نوموړي د فوټبال په برخه کې د حافظ احمد جان له کړنو څخه ستاينه وکړه او د بدني روزنې د رييس له باور څخه يې مننه وکړه چې د ورزش د يوې مهمې برخې مسووليت يې ورته سپارلى دى.
ورپسې د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست او د المپیک د ملي کمیټې رئیس انجنیر نظرمحمد مطمین خپله لارښوونکې وینا کې وویل: د حافظ احمد جان تاکل د بدني روزنې او ورزش رياست د فني او مسلکي مرستیال په توګه ورزشکارانو لپاره خورا مهم او ښه خبر دی ځکه چې حافظ احمد جان د ورزش پرمختک لپاره زیاد زیاد کوښش کړی.
نوموړي دغه راز د تشکيلاتو د پراختيا، د جمنازيومونو او ورزشي ځايونو د جوړولو يادونه وکړه او د کارکوونکو او ورزشکارانو د اقتصادي ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.
هغه وويل: "هغه کسان چې خپل ژوند يې د ورزش د وده ورکولو کې تېر کړى او ښې تجربې يې ترلاسه کړې دي، بايد ترې کار واخیستل شي او درناوى يې وشي." نوموړي پر ټولو کارکوونکو غږ وکړ، چې خپلې دندې په پوره صداقت ترسره کړي.
د بدنې روزنې او ورزش رئیس په ټولو فدراسیونونو او مسوولینو غږ وکړ چې له ولایتونو سره لا ښه او لا زیاته همکاري وکړي.
د ښاغلي مطمئن له وینا وروسته ښاغلي حافظ احمد جان د بدني روزنې ریاست له مسؤلینو او ورزشکارانو او د ا.ا.ا له مسؤلینو څخه د خپلې ګمارنې له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپل مسوولیت به په ایماندارۍ سرته رسوي او د ورزش د ودې لپاره به کار کوي.
