په نیمروز ولایت کې د موی تای سیالۍ وشوی
د نیمروز ولایت د موی تای فدراسیون د جمعې په ورځ د روژې د میاشتې په ۱۲ نیټه په دغه ولایت کې د روژی کپ تر عنوان لاندې د غوراوي سیالۍ ترسره کړې.
په دغو سیالیو کې له دریو کلبونو څخه ۸۰ تنو ورزشکارانو په ۱۳ وزنونو او د کوچنیانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو د عمر په ډلبندیو کې دنوری اتلان په کلب کې خپل سیالۍ ترسره کړی .
د دغو سیالیو د پیلولو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او پیوستون ښودل شوی دی.
