خوست: له ا.ا.ا څخه د ملاتړ لیګ سیالۍ پیل شوې.

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۹:۴
خوست: له ا.ا.ا څخه د ملاتړ لیګ سیالۍ پیل شوې.

د خوست ولایت ورزشي امریت اړوند دکبډي فدراسیون مربوط د شپږو کلبونو ترمنځ په لیګ سیستم له ا.ا.ا څخه د ملاتړ سیالۍ پیل شوې.

په یادو مراسمو کې دکبډي فدراسیون سرپرست مسؤول صفي الله امر خېل، د یوشمېر فدراسیونونو مشرانو ، فعالو ځوانانو ، ورزشکارانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د کبډي فدراسیون سرپرست مسؤول صفي الله امر خېل خبرې وکړې.

امر خېل وویل ، چې زموږ دغه سیالۍ له ام.ارت څخه د ملاتړ په نوم دي ، چې شپږ لوبډلې پکې برخه لري او په دوو ګروپونو وېشل شوې، چې موخه مو ترې منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندنه او د کبډي لوبې عامونه ده.

دغه سیالۍ به تر روژې روانې وي .

د پیل لوبه یې د همت کلب او امر خېل کلب ترمنځ وشوه، چې دوه میدانه یې لرل.

اول میدان 20_20 مساوي پای ته ورسېد.

په دویم میدان کې امر خېل کلب 25 او همت کلب 22 نمرې وړې وې، چې د دریو نمرو په تفاوت سره دغه لوبه امر خېل کلب په خپل نوم کړه.

دیادولو وړده، چې دغه لوبې د خوست ولایت په اماني لوبغالي کې روانې دي او په روژه میاشت کې به د شپې له خوا هم پکې دمختلفو لوبو مسابقات پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS