هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د یو خصوصي ښوونځي د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د یوولسم ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یوولسم ټولګي لوبډلې د ۶ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې دولسم ټولګي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ.
