کندز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکزي حمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ د ملرغي اف سي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پای کې ملرغي اف سي لوبډلې د ۲۱ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، استقلال عربها لوبډلې د ۱۸ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او ولي زاده لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
