ارزگان کې د يو ميليون افغانيو په ارزښت د ووشو کلب پرانيستل شو
د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د يو ميليون افغانيو په ارزښت د "اتحاد" په نوم د ووشو معياري کلب پرانيستل شو.
دغه ورزشي کلب د احمد شاه جواد په مالي لگښت جوړ شو، چې پر يو وخت د ۱۵۰ تنو ورزشکارانو د تمرين ظرفيت لري.
