هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د امید ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې امید ځوانانو لوبډلې له خپل ۱۰۴ منډو هدف څخه دفاع وکړه او څلور منډو په توپیر یې خپلې سیالې حاجي رئیس لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
