خوست کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۰
خوست کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د ګلاب حیدرزي سوداګریز شرکت به مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز اړوند لکڼو سیمه کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو، تیږې اچولو او رسۍ کش کولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې په لاس چپه کولو کې عبدالله او اسرارالله لومړي، جاوید او کوثر دویم مقامونه ترلاسه کړل، په رسۍ کش کولو کې اکرام الله لوبډلې لومړی او جاوید لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ او په تیږه اچولو کې بیا عتیق الله لومړی او واحدالله بیا دویم مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۰
Background image

خوست کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د ګلاب حیدرزي سوداګریز شرکت به مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز اړوند لکڼو سیمه کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو، تیږې اچولو او رسۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

ارزګان؛ ترينکوټ ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ په درې وزني کټگوریو کې ترسره شوې، چې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۴۵
Background image

د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې په خپله درېیمه سیالي کې ویتنام ته ماته ورکړه

د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ اسیا جام ساحلي فوټبال اسیایي سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له ویتنام څخه د ٥ - ٢ ګولونه په توپیر وګټله.

افغان لوبډلې له دغو سیالیو خپلې لومړۍ دوه لوبې د. . .

BACK TO NEWS