ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۲
ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د رئیس‌خېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې رئیس خېل لوبډلې له خپل ۱۷۸ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۷۶ منډو په توپیر یې خپلې سیالې لغمان قرغیو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۱۰
Background image

ارزګان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

چد ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۷ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS