د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۴۳
د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو سيالۍ د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ او د طلوع کمپلیکس لوبډلې په دويم مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

د ‌دې سياليو پايلوبه د کام‌اير او طلوع کمپلیکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې کام‌اير لوبډلې د يوې په زړه پورې لوبې وروسته خپلې سیالې طلوع کمپلیکس لوبډلې ته د ۳ - صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او د يادو سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

دغه راز په يادو سياليو کې طلوع کمپلیکس لوبډلې دويم او سرې مياشتې لوبډلې بیا درېيم مقام په خپل نوم کړ.

يادې سيالۍ چې د روان کال د تلې مياشتې له ۲۲مې نيټې د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې روانې وې، پايلوله يې نن دوشنبه( د عقرب مياشتې ۴مه) نېټه د ا.ا.ا مرستيال وياند ملا حمد الله فطرت، د زراعت وزارت وزير مولوي عطاالله عمري، د هېواد ورزش ادارې مالي او اداري رييس مولوي عبدالناصر هاشمي، د رهبرۍ غړو، د افغانستان راډيو عمومي رياست مرستيال مولوي ضياء الحق حقمل، ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو، په زرګونو د واليبال مينه‌والو او د رسنيو استازو په شتون کې ترسره شوه، چې په پای کې يې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام، مډالونه او ډالۍ او دويم او درېيم مقام ګټونکو لوبډلو ته مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د څلورو ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند په مدرسو، ښونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري د زابل ولايت د ورزش امریت په همکارۍ په شاه جوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۴۱
Background image

بدخشان؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د بهارک ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت به امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۲۲ تنو خپلو پهلوانانو ته. . .

BACK TO NEWS