“بازارک رامک” د ده یک ولسوالۍ فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
“بازارک رامک” د ده یک ولسوالۍ فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله

د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ کې د څوالس لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ چې څلور میاشتې وړاندې پیل شوی و، د “بازارک رامک” په اتلولۍ او ”خراسان تاسن” لوبډلې د دويم مقام په ګټلو پای ته ورسېد.

د دې لیګ د پای په مراسمو کې د لومړي او دوهم مقام ګټونکو لوبډلو او همدارنګه د یاد لیګ غوره ګول ساتونکي ته د غزني د ورزشي امریت او فوټبال فدراسیون د مسؤلینو له لوري ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

د دې ولایت د ورزشي مسؤلینو په خبره د یادو لوبو موخه د دې ولسوالۍ د ورزشي لوبډلو د ظرفیت لوړل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS