کندز کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سیالۍ وشوې.
دا سيالۍ د پهلوانانو د جسمي وړتياوو لوړولو او د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې په پايله کې يې ۳۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
