کندز کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې آزادې سیالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۸۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو پايله کې دوه اخراولاقه ترسره شول، چې لومړی اخراولاق وسيم پجشېري پهلوان او دويم اخراولاق بيا برات پهلوان د حلال تر دايرې ورساوه او د نغدي ډاليو ګټونکي شول.
د ويلو وړ ده، چې په ورته مهال د نقيب الله ناصري او مجيب الله عمرخېل لوبډلو ترمنځ هم سيالي وشوه، چې په پای کې د ۶-۴ امتيازونو په توپير د نقيب الله ناصري لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
