کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خان زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خان زاده لوبډلې د ۴ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې عقابانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
