پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې
د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې پروان ولايت د ۲۵ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او پنجشېر ولایت دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د پهلواني ورزش ته وده ورکول او د ولايتونو ترمنځ همغږي رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
