زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۶ ميلادي کال فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې ترنک لوبډلې خپلې سيالې شاهين اسمايي لوبډلې ته د ۵-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.
