پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې له اتو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو کې له پکتیکا، پکتیا، غزني، زابل، کندهار، لوګر، ننګرهار او کابل څخه ورزشکارانوګډون کړی و، چې په پایله کې یې پکتیکا لومړی، پکتیا دویم او لوګر بیا درېیم مقام خپل کړ.
