د ورزش ادارې رهبري هغه ورزشکار وستایه چې له بامیان تر کابله په ځغاسته راغلی و
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومري رئیس مولوي احمدالله وثیق او نورو رهبري غړو د بامیان ولایت د ځغاستې ورزشکار مرتضی نجفي سره ولیدل او هغه یې وستایه.
مرتضی نجفي د بامیان ولایت له مرکز څخه تر کابل پورې ١٦٠ کیلومتره واټن په درېیوو ورځو کې وهلی دی.
ښاغلی نجفي وایي، له دې کار څخه یې موخه ځان ته د هېوادوالو او پانګوالو پام اړول دي، ترڅو له دې لارې مالي ملاتړي پیدا او د بامیان ولایت د بې بضاعته کورنیو او یتیمو ماشومانو لاسنیوی وکړي.
په ورته وخت کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د مرتضی نجفي هڅې وستایلې او هغه یې د هېواد په کچه یو پیاوړی او با احساسه ورزشکار وباله.
یاده دې وي، چې تېر کال د وکیل احمد پکتین په نوم یو ورزشکار د پکتیکا ولایت له مرکز ښرنې څخه د غزني ولایت تر مرکز پورې پرته له دمې، ځغاسته کړې وه او د ورزش ادارې د رهبري له لوري ستایل شوی و.
