کونړ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نوآباد سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې نوآباد لوبډلې خپلې سيالې دمکلي لوبډلې ته د ۲-۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۱۵ ورځې دوام وکړي.
