زابل کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي وشوه
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ په درې عمري کټگوریو کې د ځغاستې سيالي وشوه.
دا سيالۍ په ۵ کليو متري واټن کې ترسره شوه، چې په پايله کې د نويو ځوانانو کټګورۍ کې عبدالله، په ځوانانو کټګورۍ کې نصرت الله او د لويانو په کټګوري کې محمد لومړي مقامونه خپل کړل.
