د ووشو افغان ورزشکار د اسیا المپیکي سیالیو کې د مکاو چین هېواد سیال ته ماته ورکړه
د ووشو افغان ورزشکار حمید اشرفي د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو ووشو برخه کې د مکاو چین هېواد سیال ته په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې ماته ورکړه او بل پړاو ته ووته.
همدارنګه د ووشو بل افغان ورزشکار شهزاده ساپي په ۵۶ کیلو ګرامه وزن کې خپل هندي سیال ته ماته ومنله.
په دغو سیالیو کې د ووشو اووه کسیزه لوبډله ګډون لري، چې تر دې دمه یې له درې سیالیو څخه دوه ګټلي او یوه بایللې.
یادې سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ٤٥ هېوادونو ترمنځ په ٤١ ورزشي رشتو کې د سپټمبر پر ۱۹مه د جاپان په کوربتوب په ناګویا ښار کې پیل شوې، چې د افغانستان په استازولۍ پکې د نهو ورزشي رشتو ورزشکاران ګډون لري.
