کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ډانګپور پښتون لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ډانګپور پښتون لوبډلې له خپل ۱۴۱ منډو هدف څخه دفاع وکړه او ۳۰ منډو په توپیر یې خپلې سیالې دوکلام افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
